IQNA

پر نفسیاتی سلامتیا  د انسان د شکر کولو اغیزې

8:51 - February 11, 2024
د خبر لمبر: 3488705
ایکنا- قدرونه، د سټریس په وخت کې عاطفی او نفسیاتي دړې وړې کیدا د مخنیوي او آرامښت ته درسیدا یوه طلائي کِلي  ده ، ځکه  د پيژندګلوۍ، عاطفی او چلندي حوزې کې د انسان د سلامتیا ښودنه کوي.

د شکر کونې  دروحیې درلودل ډانسان د روحي او نفسیاتي سلامتیا یوه نښه ده ،ځکه شُکر کونکی انسان د پيژندګلوۍ اوتفکر  په حوزې کې  د سلامتیا او  ودې درجې ته رسیدلي چې نعم  له نقمت څځه تشخیص کوي.  د احساس او عواطفو په حوزې کې د غرور ،بخل ،کینې او حسادت په څير روحي او نفسیاتي تاوانونو باندې د انسان د نه ککړیدا ښودنه هم کوي. د چلند په حوزې کې هم په ژبې او عمل سره د مننې  اظهار هم د روحي اونفسیاتي سلامتیا نښه ده.

په بله معنا،شکر کونکی انسان ،هم  د فکر او لیدتوګې په اړخ کې  سلامتیا لرونکی  دی او هم د عواطفو ، احساساتو چلند په جوړونې کې،دغه روحیّه  خپل شکر کول او مننه  رابرسیره کوي. پردې اساس  انسان هرڅومره لا نرم او لطیف اولاسالم روح ولرل شي،  په هغه کې د قدرپيژندنې او شکرکونې روحیه هم لازیاته وي. خداوندمتعال  فرمائي ؛ وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ؛  او (هم یاد کړئ) هغه وخت چې ستاسو پرودرګار  اعلان کړی چې که شکر او ستاینه وکړه،نو قطعا(خپل نعمت) به پرتاسو زیات کړو، او که ناشکري وکړئ ،نو بې شکه زما عذاب سخت دی.: (ابراهیم: 7).

 وخت په وخت هم قرآن کریم د خدای د ذکر ترڅنګ د شکر کونې فرمان ورکړی دی .  دغه همنشیني ،ښئ چې دخداوندمتعال  یاد او د هغه نعمتونه ، د قدرونې  او شکر کونې د د حس د رامینځةکیدا سبب کیږي. همداراز  دالهی نعمتونو نه یادول او کفر کونکي زذالت ، د کفران نعمت  سبب کیږ، چې خداي تعالی انسانان ورڅخه منع کړي دي.؛فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ؛ نو ما یاد کړئ څو تاسو زه یاد کړم  او زما ستاینه او شکر وکړئ  او کفران نعمت  مه کوئ. (بقره،152).

په الهی مقدراتو باندې ډاډ او ایمان درلودل هم د مومن بنده د زړه دآرامښت  سبب کیږي. د اسلام ګران پیغمبر(ص) په یوه روایت کې فرمائي ؛ مَنْ وَثِقَ بِأنَ مَا قَدَّرَ اللَّهُ لَهُ لَنْ يَفُوتَهُ اسْتَرَاحَ قَلْبُهُ؛   هرڅوک ډاډمن شي، چې  هغه څه چې خداوندمتعال  دهغه لپاره مقرر کړي دي،له هغه نه اخستل کیږي، د هغه زړه آرامښت او آرام ترلاسه کوي.

captcha